ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان د دولسم پړاؤ د کار د پیلیدا په مناسبت پخپل پیغام کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ددفتر مشر حجةالالسلام محمدي ګلپایګاني په پارلیمان کې وړاندې کړ، ددې خبرې په کولو سره چې هر نوی پارلیمان د هیواد په روښانه افق کې یوه نوي ځلا راپنځولی او د ملت انګیزه او امید زیاتولی شي، وفرمائيل، هغه ټکی چې تل ورباندې ټينګار کوم دا دی چې مجلس یا پارلیمان باید د هیواد په عمومي چاپیریال کې ورورولۍ او یوزړتوب ته بلونکی او د همتونو راپنځونکی او امید رابرسیره کونکی شي.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای نن سهار د ۱۲ اسلامی شورا د کار د پیلولو په مناسبت په پیغام کې د خلکو د زړونو جذبول او خلکو ته د خدمت په وسیله د هغو بی دریغه مننه او نیک عمل د الهی انعام سبب وباله او جوته یی کړه د خدای بخښلی ولسمشراو د ګرانو ملګرو یی د څو میلیوني جنازې دستورې د دغه الهی انعام یوه بیلګه ده .
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د اسلامي شورا د ۱۲ پړاؤ د کار د پیلولو په مناسبت په پیغام کې د یوه برابر پارلیمان جوړیدا له نورو قواو سره د منظبط او یوزړه والي تعامل او مقننه قوه دننه د سم ډله ایز او صبورانه کړچار پامته داره وباله او ټینګار یی وکړ پارلیمان تل باید ارامښت بخښونکې ، هیله منونکې او د هیواد په عمومي چاپیریال کې ورورګلوي او یوزړه توب ته بلونکې او د همتونو راپارونکې وي .
درهبرۍ د ستر مقام د دفتر د اطلاع رسونې ویبپاڼې د راپور له مخې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای نن سهار د ۱۲ اسلامی شورا د کار د پیلولو په مناسبت په پیغام کې د خلکو د زړونو جذبول او خلکو ته د خدمت په وسیله د هغو بی دریغه مننه او نیک عمل د الهی انعام سبب وباله او جوته یی کړه د خدای بخښلی ولسمشراو د ګرانو ملګرو یی د څو میلیوني جنازې دستورې د دغه الهی انعام یوه بیلګه ده .
حضرت ایت ا... امام خامنه ای زیاته کړه اوس چی د اسلامي شورا ۱۲ پړاو د تل په شان په خپل ټاکلی وخت او بی ځنډه پیلیږي د عزیز او حکیم خدای په درګاه کی د خشوع تندې لګوو او د دیني ولسواکۍ د استحکام او دوام چی ایرانی ملت ته ستره الهی ډالۍ ده ، مننه کوو .
والسّلامعلیکمورحمةالله
سیّدعلی خامنهای
۱۴۰۳/۳/۶